په بلوچستان کې د افغان کان‌کيندونکو د شهادت اړوند د ملي امنیت شورا اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت شورا دفتر د بلوچستان په مچ سیمه کې هغه وحشيانه ټروریسټي عمل غندي چې د یوولسو هزاره ګان کيندونکو پر شهادت تمام شو.

ملي امنیت شورا دفتر د شهیدانو له کورنیو سره په اړیکه کې دی او د هغوی له غوښتنې سره سم به يې د دفن لپاره له هوايي لارې د را انتقالولو امکانات برابر کړي.

د افغانستان حکومت د دې قضيې هراړخيزه پلټنه او د عاملانو محاکمه غواړي او حاضر دی چې په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره لازمې همکارۍ وکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د خپلوو اووه کسه شهيدو هېوادوالو دوسيې له ډيپلوماټيکو لارو هم تعقيبوي.