د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د پرانیستې په اړه د ملي امنیت سلاکار د مبارکۍ پیغام

نن د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریتونو تر منځ د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ پرانیستل شوه چې د دغو هېوادونو په تېره بیا افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ وه. دا تاریخي ورځ دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.

د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ پرانیستل د هېواد اقتصادي ودې او سوکالي ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت په ځانګړې توګه د جمهور رییس محمد اشرف غني ژمنتیا او کلکه اراده ښیي.

د دې پټلۍ په غځولو سره به د مسافرو او سوداګريزو توکو د صادراتو او وارداتو لېږد را لېږد اسان شي او د ايران او افغانستان تر منځ به اقتصادي، ټولنيزې او فرهنګي اړيکې پراخې او پياوړې شي.

په یوویشتمه پیړۍ کې د اوسپنې پټلۍ په نړۍ په ځانګړې توګه اسیا کې د ټرانسپورټ تر ټولو ارزانه، ګټوره او مهمه لاره ده چې دا دی نن د  دوست هېواد ایران او افغانستان د اړونده ارګانونو په هڅو او مرستو افغانستان هم د دې ارزانه ترانسپورتي لارې له يوې بلې مهمې پټلۍ برخمن شو.

دغه راز د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د ډېرې قدردانۍ او مننې وړ دي چې د دې ګټورې او حیاتي پروژې د امنیت په تامین کې یې مرسته وکړه او د مقصد تر منزله یې ورسوله.

دغه تاريخي ورځ دې يو ځل بيا ټولو افغانانو ته مبارک وي!