د ملي امنیت شورا دفتر مطبوعاتي اعلامیه

په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې داسې خبرونه لاس په لاس کېږي چې ګواکې د ولسي جرګې یو شمېر محترم غړي د ملي امنیت شورا له دفتر سره پټې اړیکې لري او مالي مرستې تر لاسه کوي.

ملي امنیت شورا دفتر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عالي تقنیني‌ارګان په توګه د ملي شورا ځای او غړیو ته پوره درناوی لري، دا ډول خبرونه ټول بې بنسټه ګڼي او ردوي یې.

د دا ډول بې اساسه خبرونو نشرول د هغو مغرضو کړیو کار دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مقننه او اجراییه قوو تر منځ اړیکې ترینګلې کول غواړي او کوښښ یې دا دی چې حکومت او مقننه قوه په دې حساس وضعیت کې د لازمو پرېکړو په کولو کې له ستونزو سره مخ شي.

ملي امنیت شورا دفتر د افغانستان د ملي شورا ټولو غړیو ته د احترام تر څنګ هڅه کوي چې د حکومت او پارلمان تر منځ د همغږیو د زیاتوالي او په هېواد کې د ستونزو د هواري لپاره له ټولو غړیو سره کاري اړیکې ولري او تل دغه اړیکې وپالي.