د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملي امنیت سلاکار پیغام

د معلم د نړیوالې ورځې په مناسبت د هیواد ټولو زړه سوانده او فداکارو ښوونکو ته مبارکي وایم!

ښوونکي زموږ د ټولنې هغه قشر دی چې د ژوند له ټولو ستونزو او ناخوالو سره سره خپله سپېڅلي دنده او مقدس رسالت پر مخ وړي.

د ښوونکي لپاره همدغه ویاړ بسنه کوي، چې د دې امت ستر لارښود ښوونکی رالېږل شوی دی.

ښوونکی د ټولنې او ملت جوړونکی دي، موږ او زموږ ځوان نسل د دوی د خدمت مرهون یو.

په روان کال کې دکرونا وایروس خپراوي، د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د ښونځیو سوځول د هیواد معارف زیانمن کړ، خو د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه ژمن دی چې په ټول هیواد کې د ښوونکو، زده کوونکو او ښونځیو امنیت خوندې کړي او خپل ولس ته سوکاله ژوند ورکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار

ډاکټر حمدالله محب