جينوا کنفرانس ته د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وينا بشپړ متن:

ښاغلی کارو! ستاسې له معرفي مننه.

له ښاغلي سفير ليون څخه هم مننه چې په دغه مهمه موضوع کې يې مرسته وکړه.

غواړم د هيئت د غړيو يادونه وکړم، ډاکټر مانزا، سفير هيرجي، ښاغلی پاولسن، ښاغلی بوودن، ښاغلی اقا او ښاغلی پروفيسور کرم.

البته جيسون، اني او اندرو هم د افغانستان ښه دوستان دي.

له تاسې ټولو مننه چې نن دلته او د دې بحث ګډونوال ياست.

په افغانستان کې سوله،  امنیت او پرمختګ له یو بل سره نږدې اړیکې لري او هغه څه دي چې ډېری  يې له کلونو کلونو په لټه دي. لومړی به کوم يو راځي؟ له امنیته پرته به پرمختګ څنګه راشي؟ له پرمختګه پرته د سولې راتګ څنګه ممکن دی؟

موږ افغانان هره ورځ له دغې معما سره ژوند کوو، موږ تر اوسه نه يو توانېدلي چې افغانانو ته هغه څه ورکړو چې مستحق يې دي. دا موږ ته یوه پالیسي محوره پوښتنه نه ده، بلکې ورځنۍ ستونزه ده.

دا هغه مساله ده چې د نن سبا ګڼې ستونزې يې پېښې کړې، لوږې، کورونا وایروس او روان جنګ دا مشکلات لا زيات کړي دي.

د نړيوال سازمان د وروستيو څېړنو له مخې په افغانستان کې د فقر کچه ۷٪ را کمه شوي، خو سره له دې هم زموږ نيم نفوس يوازې د ورځې ګوزاره لري.

د فقر لاملونه ناامني، د خوړو نشت، بې‌کاري او په کور دننه کډوالۍ دي، دغو ټولو او د هوا بدلون لاسونه سره ورکړي او وضعيت يې لا خراب کړی دی.

له جون میاشتې را وروسته د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم پر کورونا د اخته کسانو کچه ورو ورو کمه شوې، خو اوس له دویمې څپې سره مخ دی.

سږ کال زموږ اقتصاد د هېواد په کچه د کورونا له وجهې ۵ فیصده را لوېدلی، حال دا چې په سیمه‌ییزه کچه تر اوسه هم د تاوتریخوالي له کبله د هېواد یو شمیر سیموته بشري او روغتیایي مرستې نه‌شو رسولای.

 

 

د سولې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له هڅو سره سره تاوتريخوالی نور هم زيات شوی او د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه شته.

سولې ته زموږ ژمنتيا زموږ لومړی ملي لومړیتوب دی چې موږ له ۲۰۱۸ کال راهيسې په خپلو عملونو کې ثابته کړې ده. طالبانو ته د ولسمشر غني اوربند بې‌ساري و چې د ۲۰۱۸ کال د جون میاشتې د اختر په دریو ورځو کې وشو.

په ۲۰۱۸ کال کې د جنیوا په تېر کانفرانس کې ولسمشر غني د سولې لپاره خپله نقشه اعلان کړه.

په ۲۰۱۹ کال کې موږ د افغانستان په کچه ټول‌شموله لویه جرګه دایره کړه او د سولې په تړاو مو له ولس سره مشورې وکړې.

تر دې وروسته مو چې د پنځه زره طالب بندیانو له خلاصون سره هوکړه و کړه، افغان ولس د سولې لپاره خطر ومانه او د طالبانو د ۴۰۰ نورو بندیانو خلاصون يې هم تایید کړ، سره له دې چې هغوی په سنګینو او ناوړه جرمونو کې ښکېل کسان وو.

د افغانستان خلک، په تېره بيا ښځې را ټولې شوې چې د سولې په لټه خپله تګلاره مشخصه کړي. داسې سوله پايېدونکې او د پراخې غېږې سوله چې له طالبانو سره له سياسې هوکړې وروسته تر لاسه کېږي، داسې سوله چې زموږ د اساسي قانون له ارزښتونو او بشري حقونو سره جوړه وي. موږ په همدې هڅو کې له طالبانو سره پر يوه مېز کېناستلو، خو له مذاکرتو سره سره بيا هم موږ په جګړه کې کمښت و نه ليد.

ما په افغانستان کې د طالبانو رژيم ليدلی، خو زه د خپل ماشومتوب د وخت کيسې ځکه نه درسره شريکوم چې تاسې پخپله هغه وضعيت ليدلی چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت حاکم و. تاسې هغه روايتونه ټول اورېدلي.

دطالبانو د وخت کومې کيسې چې دي، دوی اوس هم غواړي چې خلک تر هغه ډول وضعيت لاندې ژوند وکړي.

له تېرې فبروري مياشتې راهيسې له نورو ټروريسټي ډلو سره په ګډه د طالبانو پيل کړی تاوتريخوالی خورا شديد شوی دی. دغه ترهګر ګروپونه پر هغو مدرسو او پوهنتونو بريدونه کوي چې ماشومان او ځوانان زده‌کړې پکې کوي او هغه روغتونونه په نښه کوي چې زېږون پکې کېږي، ان په ارغنداب ولسوالي کې يې د انارو په باغ کې ماينونه ايښي وو چې بزګر ووژني، دوی په دې کارونو يوازې د خلکو محصولات نه دي ختم کړي، بلکې خلک له ژونده بې برخې کوي.

 د ۲۰۲۰ کال له پيلېدو راهيسې ۶،۷۷۲ غير نظامي او ۷،۹۶۰ کسه افغان سرتېري قرباني شوي دي.

زه همدا اوس يوه شېبه د هماغو قرباني شويو په ياد سکوت کوم.

دا پراختيا نه ده، دا تخريب دی.

دا د سولې لمن نيول نه دي، دا د جګړې پالل دي.

دا امنيت نه دی، دا وحشت دی.

زه باوري يم چې که دغه څو موارد په يوه وخت په ګډه پلي کړو، د سولې، امنيت او پرمختيا پولو ته به ورسېږو.

۱. پر افغان امنيتي او دفاعي سرتېريو ياANDSF پر غښتلتيا او وده باندې پانګونه چې اوس اوس ۹۶٪ عملیات پخپله کوي، د امنيت تامين ته لومړيتوب ورکړئ.

۲. ګډ کار ته ادامه ورکول ـ افغانستان او بين المللي شريکان ـ د يو اوږدمهاله پراختيايي پروګرام له مخې چې د افغانستان د خلکو اقتصاد ته پراختيا او وده ورکړي.

موږ سره له دې چې تر اوسه په سوله کې کافي پرمختګ نه لرو، خو موږ ـ د افغانستان دولت او بين المللي شريکان ـ دا واضح تعريف او ګډه هوکړه لرو چې هېواد مو سوله، پراختيا او امنيت ولري. زموږ توافق له ځان، سيمې او نړۍ سره پر سوله دی، موږ د خپلو دوو لسيزو لاس‌ته‌راوړنو پراختيا او ساتنه غواړو.

خو موږ دغه وضعيت ته څه ډول رسېدای شو؟

موږ بايد ټول خپله خپله برخه کار وکړو.

له ۲۰۱۵م کاله را وروسته چې له افغانستانه لوی شمېر بهرني سرتېري ووتل، افغان ځواکونه له نړيوال ټروريزم سره د جګړې په اول خط کې مبارزه کوي. موږ تېرې څو مياشتې د طالبانو له ګڼو جرمونو سره مخ شوو، خو له دې سره سره ټول ولايتونه زموږ په اختيار کې دي. کله چې هم کومې سيمې سقوط کړی، موږ بېرته تر لاسه کړې ده.

موږ پر څو تګلارو کار کوو چې هم د امنيتي سرتېريو لګښتونه را کم کړو او هم داسې ځواک ولرو بشپړ پر خپل ځان متکي شي.

موږ له خپلو نړيوالو متحدانو څخه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونوANDSF د تمويل ادامه له ګډ دښمن سره د مبارزې په خاطر غواړو.

ما مخکې په خپلو خبرو کې د سولې لپاره هغه هڅې، قربانۍ او خطرونه ياد کړل چې د تېرو څو کالو په جريان کې مو ومنل.

موږ سولې ته د رسېدو لپاره اوس هم يوه اوږده لاره لرو، خو زه د افغانستان پر هغه ژمن ټيم باور لرم چې په دوحه کې مو مذاکرې ته استولی دی. زه پوهېږم چې له طالبانو سره پر مېز د هغوی هڅې د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو د خلکو عزم څرګندوي.

موږ تاسې ـ بين المللي شريکانو ـ ته اړ يو چې راسره ودرېږئ او زموږ هېواد هغه وضعيت ته ورسېږي چې توافق مو ورباندې کړی دی. دا به وخت نيسي، مګر د دغو ارزښتونو لپاره زموږ ژمنتيا د برياليتوب لپاره حياتي ده.

د افغانستان دولت سترګې پر لاره دی چې راتلونکو څو کالو ته د پرمختيا لپاره د خپلو ملي برنامو په بيان سره اقتصادي بازار او دولتي بنسټونه غښتلي کړي او يوې پايښتي سولې ته ورسېږو.

موږ خورا په لېوالتيا له خپلو بين المللي شريکانو سره د پروګرامونو عملي کېدو ته منتظر يو چې افغان امنيتي او دفاعي سرتېري خلکو ته له سولې او سعادته ډک هېواد ورکړي.

داسې ښکاري چې د افغانستان غوندې له ستونزو سره مخ هېواد د سولې، پراختيا او امنيت په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ وي.

داسې ښکاري چې دا يو سخت هدف دی؛ په افغانستان غوندې له ګڼو خنډونو سره مخ هېواد کې د سولې، پراختيا او امنيت تامين.

خو باید ګام په ګام مخکې لاړ شو.

لومړی ګام اوربند دی. سوله په خپل ذات کې اوربند نه دی، يوازې له اوربنده پيلېږي. دا کار هغه وخت شونی دی چې له پرله‌پسې وژنو لاس واخيستل شي او موږ د ارام ساه واخلو.

سوله يوازې د تاوتريخوالي درېدل نه دي، بلکې د خلکو امنيت او پرمختګ دی چې موږ ته د يوې بشري ټولنې په توګه د ثبات حق او فرصت راکوي. داسې نه چې تاوتريخوالی ودرېږي، خو نجونې د درس ويلو حق بايلي او نور بشري حقونه هم پايمال شي.

 

زما یوه همکاره ناهید سرابي د مالیې وزارت مخکینۍ معینه، يو ځل يې کيسه وکړه، زه یې همېشه تکراروم،هغې د هغه وخت بیان کاوه چې ماشومه او ژوند يې د طالبانو تر واکمني لاندې تېرېده. ويل يې، ( خلک په امن کې وو، کورني جنګونه پای ته رسېدلي وو، خو د خلکو ژوند رونق نه درلود، خلکو ازادي نه لرله، حقوق یې خوندي نه وو، نجونو زده‌کړې نه شوای کولای او ښځو د کار کولو حق نه درلود.

د اغلې سرابي کيسه ما ته دا بیانوي چې موږ پر هر څه پوه شو او باید پوره زیار ورته وباسو چې بیا هغه ته ورته حالت تکرار نه شي.  سوله يوازې د تاوتریخوالي ورکېدل نه دي، بلکې د انسانانو خونديتوب او پرمختګ دی چې موږ ته په ژوند کې د خپلو حقونو او فرصتونو زمینه سازي کوي.

هیله لرم نننی ډیالوګ د دې معما د حل لپاره یو ګډ پلاتفورم یا تګلاره مساعده کړي، دا چې د نن ورځې د بحث برخه وال واست او د افغانستان ملاتړ کوئ، مننه کوم.

پای