د ملي امنیت سلاکار د لوړپوړو امنیتي مسؤلینو په ملتیا د لويې جرګې د تالار له مسؤلینو او ګډونوالو سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د لوړپوړو امنیتي مسؤلینو په ملتیا د لويې جرګې له خیمې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د مشورتي لويې جرګې له مسؤلینو او منتظمینوسره پر اړوندو مسایلو خبرې او له ګډونوالو سره لیدنې وکړې.

نوموړی د جرګې له دارلانشاء، سوق قوماندې او نورو اړوندو برخو کې له مسؤلینو سره تر کتنې وروسته له امنیتي ټیم سره د همږغۍ او بررسۍ جلسه وکړه.

په دغه جلسه کې د مشورتي لويې جرګې امنیتي تدابیر ارزیابي شول او د همږغۍ د بهترۍ لپاره بحث وشو.

هغه د جرګې د امنیت د ښه تامین له امله د امنیتي ځواکونو هڅې او همږغي وستایله.