د ملي امنیت سلاکار په پارلمان کې د ننګرهار ولایت له استازو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت له استازو سره په کتنه کې هغوی سره د دغه ولایت پر ستونزو خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې د ولسي جرګې غړو وویل، پاکستان له څه مودې راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو کې مداخلې او لاس وهنې پیل کړي، چې دولت باید ورته رسیدګي وکړي.

دغه راز دوی د حکومت او ولسي جرګې تر منځ د همکاریو د زیاتوالي او په ملي پروسو کې د حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې له هغو کسانو نه چې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وړاندې ودرېدل او مبارزه یې وکړه، ملاتړ وکړي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د خلکو او حکومت تر منځ د اړیکو په جوړولو کې د وکیلانو رول مهم وباله او وویل چې حکومت هڅه کوي چې د وکیلانو د دغه رول نه ګټه پورته کړي.

هغه یادونه وکړه، چې حکومت له تروریستي ډلو او نورو دښمنانو د خلکو په ساتنه کې د امنیتي ځواکونو او ولسونو له رشادت او سرښندنې ستاینه کوي او ژمن دی، چې د ولسونو غوښتنو او مشورو ته رسیدګي وکړي.