د ملي امنیت سلاکار د سویډن له سفیرې سره تودیعي ناسته وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د سویډن هیواد له سفیرې کارولین ویچیني سره تودیعي ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د اسلامي جمهوریت او سویډن د شاهي هیواد تر منځ د اړیکو په پراختیا او رغونه کې د هغې د رول نه مننه وکړه او ورته یې په راتلونکي کې د بریا غوښتنه وکړه.

په کابل کې د سویډن سفیرې کارولین ویچیني د افغان حکومت د چارواکو له ګټورو همکاریو څخه په مننې وویل، چې هیواد یې په راتلونکې کې هم د سولې په پروسې او نورو چارو کې د افغانستان له اسلامي جمهوریت څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.