د ملي امنیت سلاکار د ډاکټر ایاز نیازي له کورنۍ سره غم شریکي وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن مازدیګر په داسې حال کې چې د کورنیو چاروز وزارت سرپرست وزیر یې ملتیا کوله د وزیر محمد اکبرخان جومات ته ولاړ او د شهید نیازي د زوی او دوستانو سره خواخوږي وکړه.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر ایاز نیازي یې هیوادپال او خدمتګار انسان وباله چې خپل عمر یې اسلام ته په خدمت او د دیني علومو تدریس ته ځانګړې کړې وو.

ښاغلی محب وویل، د دیني عالمانو د ترور د مخنیوي په موخه چې د هیواد ستره شتمني دي، د علماوو د ساتنې کمیټه جوړه شوې چې ډیر ژر به د هغوی د ساتنې او د علماوو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه خپل کار به پیل کړي.

ملي امنیت سلاکار د ښاغلی نیازي له لاسه ورکول د هیواد او اسلامي ټولنې لپاره ستره ضایعه وبلل او په پایله کې د ملي امنیت سلاکار شهید نیازي ته د خدای تعالی له درباره فردوس جنت غوښتونکي شو.