د ملي امنیت سلاکار د بدخشان له خلکو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د بدخشان له یو شمېر ولسي استازیو سره وکتل.

د بدخشان د خلکو استازیو د خپل ولایت د امنیتي ستونزو او د حل لپاره یې پر وړاندیزونو خبرې وکړې.

ډاکټر محب د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته ورته وویل، د هغو برنامو له تطبیق سره به دغه ستونزې را کمې شي چې حکومت یې په پام کې لري.