د ملي امنيت سلاکار د هرات له ولسي استازيو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د هرات د خلکو له استازيو، قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې د هرات پر عمومي امنيتي وضعيت او شته فرصتونو خبرې وشوې. دغه راز د هرات ولسي استازيو او مخورو د خپلو خلکو په استازيتوب د جمهوريت او امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ څرګندونه وکړه.

د ملي امنيت سلاکار د دوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او و يې ويل، د امنيتي ځواکونو او جمهوريت دفاع د افغانستان دفاع ده.