د ملي امنیت سلاکار د ترکیې له سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ترکیې له نوي سفیر جهاد ارګین سره وکتل.

ډاکټر محب ښاغلي ارګین ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان له ترکیې سره د اړیکو د ژورتیا په هڅه کې دی.

ښاغلي ارګین څرګنده کړه چې د دغو دوو هېوادونو تر منځ همکاري او ملاتړ به ادامه ولري.