د ملي امنیت سلاکار د اسماعلیه‌وو شورا له غړیو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د هېواد د اسماعلیه‌وو د همغږي شورا له غړیو سره وکتل.

په دې ناسته کې له نهو ولایتونو څخه د دې شورا راغلو غړیو د نظام، د سولې د پروسې او په دې پروسه کې د جمهوریت د ساتنې په برخه کې د حکومت د سیاستونو ملاتړ وکړ او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

د ملي امنیت سلاکار وویل، حکومت د اسماعلیه‌وو په ګډون د هېواد د ټولو اتباعو حقونو ته ژمن دی او یادونه یې وکړه چې د اړوندو ادارو له لارې به د دوی ستونزو ته لازمه پاملرنه او رسیده‌ګي وشي.