د ملي امنیت سلاکار د ۲۰۹ شاهین قول اردو له سرتېریو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب شمال زون ته په خپل سفر کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له سرتېریو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د ملي امنیت سلاکار په خپله وینا کې ورته وویل، ستاسې مبارزه پر حق ځکه ده چې د ازادي او د خلکو د سر و مال د خوندیتوب لپاره جنګېږئ.

ډاکټر محب زیاته کړه چې د اسلامي نړۍ ټولو علماوو له افغان سرتېریو او نظام سره طالباني جګړه نامشروع او حرامه بللې ده.

ده وویل، د نظام او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره ستاسې زړورتیا او سرښندنې خورا د قدر وړ دي او هر افغان درباندې ویاړي.

په پای کې ډاکټر حمدالله محب په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د شهیدو سرتېریو منار ته په ورتګ د هغوی روح ته دعا وکړه.