د ملي امنيت سلاکار په ۲۰۹ شاهين قول اردو کې امنیتي ناسته دایره کړه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب شمال زون ته نن په خپل سفر کې په بلخ کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د امنيتي غونډې په دایرولو سره د امنیتي وضعیت د ارزونې تر څنګ د طالباني جګړې پر نامشروعیت خبرې وکړې.

ډاکټر محب په دې ناسته کې چې د شمال زون د واليانو په ګډون دایره شوې وه، له نظامي رهبري سره د دغه زون پر عمومي امنيتي وضعيت بحث وکړ او د امنيتي سرتېريو د تعبيې او پياوړتيا په موخه يې لازمې سپارښتنې وکړې.