د ملي امنیت سلاکار د ولسي جرګې له یو شمیر استازو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ولسي جرګې له یو شمیر استازو سره وکتل.

په دې لیدنه کې یادو استازو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د برنامو څخه د ملاتړ ترڅنګ د خپلو  ولایتونو ستونزې او غوښتنې هم مطرح کړې.

د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د ولسي جرګې استازو وړ غوښتنو ته به جدي توجه وشي.