د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پیژندنه

ډاکټر حمدالله محب افغان ډپلوماټ او د افغانستان حکومت لوړپوړی غړی دی، چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د اګست میاشتې را هیسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي د ملي امنیت د سلاکار په توګه د دندې له اخیستو سره سم ، په امنیتي سکټور کې  پراخ اصلاحات راوستل. د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د خپلمنځي همغږۍ زیاتوالي ، په بیلابیلو کچو کې د رهبرۍ او قوماندې تقویت او په دغو بنسټونو کې د مسلکي او ژمن کدرونه معرفي ، د خدماتو د عرضې د زیاتیدو په موخه د امنیتي سکتور د مالي او تخنیکي برخو مدیریت او په دغه سکټور کې د فساد او ناوړې استفادې سره مبارزه او له منځه وړل هغه موارد ول چې ښاغلي محب پرې زیات تمرکز وکړ .

د افغانستان په امنیتي سکټور کې د یادو اصلاحاتو او هڅو په پایله کې، د جګړې په ډګر کې د ملي ځواکونو د مبارزې په صفونو کې موثریت راغلل او په امنیتي سکټور کې وړتیا زیات شول .

ښاغلي محب د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۱۸ کال تر اګسټ میاشتې پورې په امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه پیاوړي او ګټوره دنده ترسره کړه. په امریکا کې د سفارت پر مهال، همهاله د مکسیکو، دومینیکن جهموریت، ارجنټاین او کولمبیا لپاره د افغانستان نااستوګن سفیر په توګه هم دنده ترسره کوله.

ډاکټر محب د سفیر په توګه د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو اړیکو په پراختیا او تقویت کې محوري رول ولوباوه او په دغه هڅه کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د پراخوالي او غښتلتیا په موخه پر امنیتي همکاري ، تروریزم سره مبارزه، اقتصادي پراختیا، فساد سره مبارزه ، معارف او د خلکو تعامل باندې تمرکز وکړ.

ښاغلي محب د امریکا له بیلابیلو بنسټونو سره له نږدې کار وکړ تر څو دسویلي اسیا لپاره د ټرامب ادارې د ستراتیژۍ د پلي کیدو په موخه چې د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې اعلان شو ي وو د افغانستان په هکله د پالیسي د کچې په مناظرو او بحثونو کې فعاله ونډه ولري او د افغانستان د نوي روایت په بیاتعریف کې د ځوانې دیموکراسۍ په توګه د نوي افغانستان هغه واقعیتونه یې منعکسول چې د سولې او ځان بسیاینې په لاره روان دی.

ښاغلي محب د سفارت تر دندې وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست د دفتر د مرستیال په توګه دنده لرله .

نوموړي د ماسټرۍ او ډوکټورا زده کړې د بریټانیا په برنل پوهنتون کې ترسره کړي دي، په پښتو، دري او انګلیسي ژبو په بشپړه توګه حاکم دی او په هندي-اردو ژبه هم پوهیږي.